له نړیوالو د مرستو غوښتنه؛ د 'کووېډ-۱۹، ۳۷ مرکزونو له ډلې د ۳۲ فعالیت درېدلی

افغان جاپان روغتون

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د هغو ۳۷ روغتیایي مرکزونو له ډلې ۳۲ هغه له فعالیته غورځیدلي چې نړیوال بانک یې تر ۲۰۲۴کال پورې د تمویل مسؤلیت منلی و.

دا روغتونونه د افغانستان د تېر دولت په وخت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره جوړ شوي وو.

د عامې روغتیا وزارت د خدماتو د وړاندې کولو معین ډاکټر عبدالباري عمر وایي، دا مهال یوازې کابل کې افغان جاپان او ننګرهار، هرات، کندهار او هلمند کې د کرونا د درملنې مرکزونه فعاله دي.

ښاغلي عمر ازادۍ راډیو ته وویل، که مالي مرستې ور ونه رسیږي، دغه روغتیایي مرکزونه هم ممکن وتړل شي.

نوموړی وایي:" موږ په نړیوالو غږ کوو، بالخصوص په نړیوال بانک باندې چې د روغتیا برخه دې سیاسي نه ګرځوي، په داسې یوه حالت کې چې کرونا ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، دلته د دوی هغه روغتونونه چې اکمال یې هم دوی ترسره کوو هغه له بندېدو سره مخ دي، موږ هم ډېر څه ځکه نه شو کولای چې دلته د دې پروژې لپاره بودجه نه وه مشخصه شوې او کوم خاص کوډ په وزارت مالیه کې نه شته چې له مخې یې موږ وکولای شو دا ۳۷ روغتونونه په سم ډول اکمال او تمویل کړو."

د افغان جاپان روغتون کې ډاکټر ناروغ ته مشورې ورکوي

عبدالباري عمر که څه هم د کرونا د نویو پېښو تازه ارقام ورنه کړل، خو وې ویل چې تېرو څو ورځو کې په نسبي ډول افغانستان کې د کرونا پيښې زیاتې شوي دي.

د راپورونو له مخې افغانستان کې تراوسه نږدې ۱۶۶ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې نږدې ۷ نیم زره مړه شوي دي.

د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم د کرونا ورځنۍ معاینې کېږي، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، تراوسه د کرونا د نوې بڼې اومیکرون د تشخیص امکانات نه لري.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته د کرونا د دغې بڼې د تشخیصي کېټونو د ورکړې ژمنه کړې.