د سره صلیب کمېټه د افغان اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي هڅه کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ICRC' وايي چې د افغانستان د اقتصادي سیسټم د سقوط د مخنیوي لپاره هڅه کوي.

په افغانستان کې د دې کمېټې مشر ایلوی فیلیون پرون پر ټویټر په یو بیان کې ولیکل چې 'ICRC' هڅه کوي د روغتیا د برخې کار کوونکي د افغانستان خلکو ته د حیاتي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ښاغلی فیلیون زیاتوي چې بشري هڅې د عامه خدماتو د سکتور د سقوط تشه نه شي ډکولی، نو ځکه دی وايي چې په افغانستان کې باید تر دې زیات کار وشي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د افغانستان له نیمايي زیات وګړي له لوږې سره مخامخ دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.