هلمند کې ترافیکې پېښې یو تن وژلی او ۲ نور یې ژوبل کړي

هلمند کې ترافیکې پېښه

نن غرمه مهال په هلمند کې د یوې رکشې او موټر سایکل د ټکر په پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست سپرست حافظ راشد هلمندي ازادي رادیو ته وویل، دغه پېښه نن (جمعه-د سلواغې ۱۵مه) غرمه د هلمند د ناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کې رامنځ ته شوې.

د یادولو وړ ده چې درې ورځې مخکې هم په هلمند کې په درېيو جلا جلا پېښو کې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپیان شوي وو.