د منظور پښتین پر قافلې ډزې؛ پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي مظاهره لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، نن د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د منظور پښتین پر قافلې د ډزو او د غورځنګ د یوه غړي د ژوبلېدو پرضد مظاهرې کوي.

غورځنګ دا اعلان پرون تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې په وینا یې د بلوچستان له ژوب سره نېږدې د پښتین پر ګاډي د ډزو په پېښه کې د تحریک یو مخکښ غړی نور باچا ژوبل شو.

د غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا ازادي راډیو ته وویل، د احتجاجي مظاهرو هدف له عدالتونو او نړیوالو بنسټونو څخه د پښتنو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کول دي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین

پښتین وویل: "د فبرورۍ پر دوهمه زه او ملګري مې په کلا سیف الله کې د غورځنګ د پخواني مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي د درېیم تلین تر جلسې وروسته خېبر پښتونخوا ته په لاره وو چې امنیتي ځواکونو زموږ پر قافلې ډزې وکړې."

غورځنګ، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د وکیلانو ټولنې تېره ورځ او د چهارشنبې پر شپه د پېښې پرضد په بلوچستان او د سیند په کراچۍ کې احتجاجونه وکړل.

خو د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پښتین پر قافله هېڅ ډزې نه دي شوې.

د کورنیو چارو سلاکار میرضیا لانګو د امریکا غږ ډیوه راډیو ته ویلي، پر پښتین بلوچستان ته پر ورتګ بندیز دی چې هغه یې په بیا بیا سرغړونه کوي.

دی زیاتوي چې حکومتي چارواکو پښتین ته په درناوی وړاندیز وکړ چې له صوبې ووځي او ورسره یې هېڅ ډول ناسم چلند نه دی کړی.