بلخ کې د معتادو ښځو او ماشومانو د درملنې ۲ مرکزونو کې بستري خدمات درېدلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په بلخ ولايت کې د معتادینو له پنځو روغتیايي مرکزونو څخه دوو يې د مالي او تخنيکي ستونزو له امله د معتادینو د بستري کېدلو خدمات درولي دي.

په بلخ ولايت کې د معتادینو د درملنې چارواکي وايي، د شرکتونو قراردادونه سږکال د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومې مياشتې تر پايه پورې وو.

د دې تړون له مخې به د دوی اړتیاوې او تخنيکي وسايل په پام کې نيول کېدل، خو په نوي مالي کال کې د دوی دا اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي.

د بلخ ولایت د معتادینو د درملنې سل بستريز روغتيايي مرکز سرپرست مشر جاوېد احمدي ازادي راډيو ته وويل، د مالي ستونزو له امله د معتادینو د درملنې برخه کې نور په دې مرکز کې د معتادینو د بستري کولو ظرفیت کم شوی دی.

د مزار شریف یوه څنډه

احمدي زیاته کړه: "د معتادو ښځو او ماشومانو پنځوس بستريز روغتيايي مرکز د بستري کېدلو خدمات د اوس لپاره درېدلي، خو نور فعالیتونه يې دوام لري، نور مرکزونه فعال دي، خو د بسترونو ظرفيتونه د تدارکاتي او بودجې د کمښت له امله کم شوي دي."

د بلخ ولايت د نارينه معتادینو د درملنې په سل بستريز روغتيايي مرکز کې اوس مهال ۳۰ معتادین بستري شوي دي، ځکه چې د مالي ستونزو له امله د نورو معتادینو د بستري کېدو اسانتياوي نه لري.

د پخواني حکومت تر نسکورېدو مخکې په بلخ ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکزونو په هرو ۴۵ ورځو کې د نژدې ۳۰۰ معتادینو درملنه کوله، دغه ډول يې له روغتيايي مرکزونو څخه تر رخصتېدو وروسته پړاو هم بشپړ کاوه، خو اوس په دې روغتيايي مرکزونو کې د بستري خدماتو درېدلو تر څنګ، په ځينو روغتيايي مرکزونو کې تر رخصتېدو وروسته يا په کورونو کې د ناروغانو د څارنې او پالنې خدمات هم په ټپه درېدلي دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتيا رئیس ډاکټر نجيب الله توانا وايي چې د بهرنیو مرستو او ځانګړي بودجې له بندېدو سره سم په دې ولایت کې د معتادینو د درملنې روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

توانا زیاته کړه: "په تېر نظام کې د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته بهرنیو مرستندويه ادارو مرستې ورکولې چې له دې ډلې څخه يو هم د امريکا متحده ايالاتونو د قانون د تنفيذ ادارې مرستې وې. د دې مرکزونو د تړل کېدو يو لامل دا دی چې پخواني حکومت د ماليې وزارت د دې مرکزونو لپاره ځانګړې بودجه په پام کې نه وه نيولې چې دا يوه لويه ستونزه ده. موږ هره ورځ له همکارو او مرستندويه ټولنو سره په اړيکه کې يو، هڅه کوو چې دوی بېرته زموږ ملاتړ وکړي چې د دې مرکزونو فعاليتونه عادي حالت ته را وګرځي."

د معتادینو د درملنې کارپوهان د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستو بندېدل د اندېښنې وړ بولي.

د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې د ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړيو مياشتو کې په سلو کې شل لږ شوې، له همدې امله د پخواني حکومت د عامې روغتیا او ماليې وزارتونو يوه داسې طرحه چمتو کړې وه چې د دې طرحې له مخې به د معتادینو د درملنې پيسې له پراختيايي بودجې څخه عادي بودجې ته لېږل کېدلې.

د معتادینو د درملنې کارپوهان د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستو بندېدل د اندېښنې وړ بولي.

ډاکټر منصور ارشاد وايي، د معتادینو د درملنې برخه کې د روغتيايي خدماتو کمېدل به په افغانستان کې ډېرې ناوړه روغتيايي او ټولنيزې پايلې ولري: "که دا خدمات فعاله نه شي او پراختيا ور نه کړل شي، نو افغانستان به له يوه جدي ګواښ سره مخ شي. دا ګواښ يوازې د روغتيا برخه کې نه دی، څرنګه چې اعتیاد يوه ټولنيزه ناروغي ده، که د معتادینو درملنه پر وخت و نه شي کېدای شي د ټولنې لپاره يو لوی سرخوږی او لوی بشري ناورین رامنځ ته کړي."

د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د معتادینو د درملنې روغتيايي خدمات په داسې حال کې کمېږي چې د طالبانو حکومت معتادین په ډله ييز ډول راټولوي او د دې لپاره چې نشه يي مواد په لاس ور نه شي، په زندانونو کې يې ساتي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

فیچر راپور