نیویارک ټایمز: تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته تښتېدلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې په وروستیو څو میاشتو کې تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته تښتېدلي دي.

د دې لپاره چې پاکستان خپلې پولې ټینګې کړي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له کبله ایران ته د اوښتونکو افغانانو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی دی.

په داسې حال کې چې د خلکو د عوایدو سرچینې په وچېدو دي او لوږه چې د خلکو ژوند ګواښي په زیاتېدو ده هره ورځ زرګونه افغانان د ایران او پاکستان خوا ته ځي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته چې طالبان واکمن شول افغانستان د اقتصادي کړکېچ کندې ته ولوېد او ورسره میلیونونه افغانان چې لا دمخه لاس او خوله وو، نور هم بې وزلي شول.