د طالبانو واکمني؛ فدراسیون: افغانستان کې ۳۱۸رسنیو خپل کار درولی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون پرون پنجشنبه (د سلواغې۱۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، د یوې نوې سروې له مخې د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو را په دې خوا په افغانستان کې ۳۱۸ رسنیو کار بس کړی دی.

دا سروې د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنې د خپل هېواد په ۳۳ ولایتونو کې کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمن شوي دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي.

د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلي، د دوی لپاره په ترتیب شوي راپور کې راغلي چې د ۵۱ ټلوېزیوني چینلونو، ۱۳۲ راډیوګانو او ۴۹ انلاین رسنیو فعالیت درېدلی دی.

د افغانستان له اوسني حالته ورځپاڼې ډېرې اغېزمن شوي دي او اوس له ۱۱۴ ورځپاڼو یوازې ۲۰ چاپېږي.

د ژورنالېستانو د نړیوال فدراسیون سکرتر جنرال انتوني بلېنجر ویلي، په لومړي ځل په ۳۳ ولایتونو کې له راټولو شوېو معلوماتو هغه بحران لیدلی شي چې په افغانستان کې یې خبریالي او ژورنالېزم اغېزمن کړی دی.

ده زیاته کړې، دا تصویر نه یوازې د هغو خبریالانو لپاره چې دنده یې له لاسه ورکړې، بلکې عامو افغانانو ته هم په دې خاطر یو ناورین دی چې د معلوماتو له ترلاسه کولو بې برخې شوي دي.

له بلې خوا د کابل پرېس د بورډ غړي عزیز احمد تسل تېره شبه ازادي راډیو ته وویل، خبریالان په افغانستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي: "تر اوسه پورې مو د طالبانو له حکومته یو امنیتي پروتوکول او یو داسې پرتوکول چې خبریالان خوندي دي، نه دی لیدلی او کوم معلومات چې موږ یې باید د طالبانو له حکومته ترلاسه کړو له بده مرغه سخته دی، خو بیا هم د ذبیح الله مجاهد وروستیو څرګندونو هیلې غوړولي چې ویې ویل د افغانستان د رسنیو په قانون کې بدلون نه راوړي."

د کابل پرېس د بورډ غړي عزیز احمد تسل

د طالبانو حکومت د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د چهارشنبې په ورځ یې اعلان وکړ چې د ډله ییزو رسنیو پخوانی قانون د اجرا وړ دی او د رسنیو د سرغړونو د څېړنې کمېسیون به احیا کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په قول ویلي، د دغه کمېسیون له بیا فعالیدو وروسته به هېڅ وزارت د رسنیو په چارو کې مداخله نه کوي.