هلمند کې د خوړو نړیوال پروګرام پر ۸ زرو کورنیو مرستې وېشي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هلمند ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا 'WFP' د کندهار د کډوالو موسسې یا 'KRO' په مرسته پر اتو زرو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې چې ورسره یې سلګونه نورو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ځايي چارواکي وايي، دغه مرستې پر جګړه ځپلو، بې ځايه شوېو او نور بې وزله خلکو وېشل کېږي چې هرې کورنۍ ۶۱۰۰ نغدې افغانۍ ورکول کېږي.

په هلمند کې د 'KRO' په نوم د موسسې مسول انجنیر عتیق الله ازاد وايي: "د وېش لړۍ روانه ده، ان ولسوالیو ته غځېدلې، د اتو زرو کسانو سروې شوې چې هرې کورنۍ ته به ۶۱۰۰ افغانۍ ورکول کېږي."

ازاد وایي، د یادو کورینو سروې په شفافه توګه ترسره شوې او ټولې اړمنې کورنۍ په نښه شوي دي.

په ورته وخت کې مرسته اخېستونکي د یادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي وایي، اقتصادي حالت یې زیات خراب دی.

بل خوا د خوړو نړیوال پروګرام په دې ولایت کې هغه ۹۰۰ کسان چې مخکې یې له بې روزګاريه شکایت کاوه، د کار زمینه وربرابره کړې ده.

دا کسان اوس د کرنې ریاست د بولان په تحقیقاتي فارم 'بولان ځنګل' او 'انارباغ' سیمه کې د ځمکو په خړوبولو او کرلو بوخت دي چې د دې ولایت د کرنې د ریاست د یوه چارواکي مدیر خان اغا خالق دوست په وینا هر یوه ته ۷ زره افغانۍ معاش ورکول کېږي.