ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو ته زیرۍ؛ امریکا: افغانستان ته نغدې پیسې رسولی شو

ارشیف، یو تن افغان ښوونکی

د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې چې پرون د سلواغې په ۱۳مه خپور شو پر طالبانو له لګېدلو بندیزونو څخه پر معافیتونو رڼا اچولې.

د امریکا د خزانې وزارت په بیان کې راغلي چې نړیوال بانکونه د بشري مرستو لپاره افغانستان ته پیسې انتقالولای شي او زیاتوي چې مرستندویې ټولنې اجازه لري چې له دې بندیزونو څخه د سرغړونې له وېرې پرته، د افغانستان د دولتي بانکونو له لارې د ښوونکو او روغتیاپالانو معاشونه اجرا کړي.

امریکا له اوږدو کلنو راهیسې پر طالبانو بندیزونه لګولي دي او د افغانستان بانک او له افغانستان سره د نړیوالو میلیاردونه ډالره شوې مرستې یې کنګل کړي او د طالبانو له ښې یې اېستلې دي.

نړیوال بانکونه افغانستان ته د پیسو د انتقال په مسئله کې له احتیاط څخه کار اخلي نو ځکه ملګري ملتونه او مرستندویې ټولنې هلې ځلې کوي چې د خپلو عملیاتو د لګښتونو لپاره دې هېواد ته کافي پیسې واستوي.

د امریکا د خزانې وزارت په خپل پروني بیان کې ویلي چې نړیوال بانکونه کولای شي د جواز، اداینې او انتقال په ګډون له افغانستان سره د بشري مرستو په هدف د عملیاتو لپاره د خصوصي او دولتي بانکونو او د افغانستان د پیسو د واردولو د ادارو له لارې د پیسو د انتقال پر پړاونو کار وکړي.

د امریکا د خزانې وزارت

په بیان کې همداراز د طالبانو او په تور لیست کې د شاملې حقاني شبکې غړو ته د پیسو د انتقال پر جواز هم رڼا اچول شوې چې له مخې یې د افغانستان خلکو ته د مستقیمو مرستو، د وارداتو د سمون او د دفترونو د شریکولو په ګډون د عمومي مرستو د رسولو د همغږۍ په هدف له دوی سره په مستقیم ډول د موافقو لاسلیک هم په کې شامل دي.

د بیان له مخې د بشري مرستو د رسولو لپاره د مالیو، محصول، پر وارداتو د مالیو یا د نورو مالیاتي خدماتو په هدف بانکونه له هغو مالي مؤسسو سره هم راکړه ورکړه کولای شي چې طالبان او حقاني شبکه په سلو کې له ۵۰ زیاته ونډه په کې لري.

د امریکا د خزانې وزارت د بشري مرستو د عملیاتو لپاره د دولتي روغتونونو او ښوونځیو روغتیاپالانو او ښوونکو ته په مستقیم ډول د معاشونو د ورکولو په هدف افغانستان ته د نغدو پیسو د انتقال اجازه هم ورکړې.

د امریکا د مالیې وزارت دې اعلان د یو شمېر دولتي روغتونونو افغان ډاکتران او ښوونکي خورا خوشبینه کړل.

په کابل کې د افغان جاپان روغتون یو ډاکتر عصمت اندړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له تېرو شپږو میاشتو راهیسې موږ او همکارانو مو هېڅ معاشونه نه دي اخیستي، له دې امله ډېریو همکارانو مو دندې پرېښودلې، ځکه دوی د نفقې د موندولو لپاره بله لار نه درلوده."

په کابل کې د افغان جاپان روغتون ځینو همکارانو له تېرو شپږو میاشتو راهیسې هېڅ معاشونه نه دي اخیستي،

په کندهار کې د یوه ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍهم وایي، په دې اقدام سره به د ګڼو افغان ښوونکو ستونزې حل شي: "دا ډېره ښه پرېکړه ده ځکه طالبانو د ښوونکو تنخواګانې نه شوی ورکولی ځکه خو یې ښوونځي او پوهنتونونه بند کړل، له دې وروسته به ډېرې ستونزې هوارې شي."

د امریکا د خزانې وزارت چارواکي ټینګار کوي چې د بشري مرستو کچې ته که پام ونه شي، افغانستان به د اوږدمهاله بنسټیزو ستونزو او د طالبانو د ناسم اقتصادي مدیریت له امله له شدیدو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، حکومت یې د امریکا له دې اقدامه هرکلی کوي.

طالبان بیا د امریکا له دې اقدامه هرکلی کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"زموږ هیله دا ده چې په ټولو برخو کې بې له قیده او شرطه مرستې او همکارۍ ترسره شي، تر څو افغانان له هر ډول ستونزو څخه خلاص شي."

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې ملګرو ملتونو د افغانستان د اقتصادي کړکېچ له امله اندېښنه ښودلې وه او ټینګار یې کړی و چې دغه هېواد ته باید بشري مرستې ورسېږي.

د اګسټ په ۱۵ کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول امریکا د افغانستان زېرمې کنګل کړې چې له امله یې دا مهال د دغه هېواد له پنځوس سلنې زیات اوسېدونکي له لوږې سره مخ دي.