سیګار: د افغانستان د وګړو له نیمایي زیات یې له سختې لوږې سره مخ دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار د خوړو د نړیوال پروګرام په حواله وايي، د افغانستان د وګړو له نیمایي زیات یې له سختې لوږې سره مخامخ دي.

سیګار په افغانستان کې د بیارغونې پر چارو د امریکا د نژدې ۱۴۶ میلیارډه ډالرو مرستې د ارزولو په اړه کانګرس ته په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې دغه څرګندونې کړي.

سیګار ویلي، متحده ایالات تر اوسه په بشري چارو کې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندویه دی چې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې یې له دې هېواد سره په بشري چارو او په سیمه کې له افغان کډوالو سره د ۷۸۲ میلیونه ډالرو مرسته کړې ده.

سیګار په افغانستان کې وچکالي، د خوراکي موادو د بیو زیاتوالی، په کور دننه بې ځایه کېدل اوپه اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته سخت اقتصادي بحران او د عامه خدمتونو سقوط په دې هېواد کې د لوږې د زیاتوالي او بشري بحران عمده عوامل بللي دي.

د سیګار د راپور له مخې د تېر۲۰۲۱ کال په سېپټمبر او اکتوبر میاشتو کې نژدې ۱۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې یا زښت زیات د خوړو له نه مصونیت سره مخامخ وو او اټکل کوي چې په روان ژمي کې به د هغو افغانانو شمېر نژدې ۲۳ میلیونو ته ورسېږي چې د لوږې له امله به یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي.

سیګار دغه راز وایي چې د روغتیا د نړیوال سازمان او د خوړو د نړیوال پروګرام د اټکل له مخې به روان ژمی له پنځو کلونو کم عمره له درې میلیونه او دوه لکو ډېر ماشومان له سختې خوار ځواکۍ سره مخامخ وي چې د دغو ماشومانو د یو میلیون یې د مړه کېدو خطر شته.

که څه هم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو او پر دې هېواد بیا د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې هڅې دریدلي، خو سیګار په تېرو نژدې شلو کلونو کې پر دې چارې د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو په اړه کانګرس ته د راپور ورکولو لړۍ تراوسه نه ده درولې.