لاینز: راځئ افغانستان کې پوهنتونونو ته د نجونو او هلکانو د بېرته تګ ملاتړ وکړو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې ډیبرا لاینز

د طالبانو د حکومت له واک ته رسېدو وروسته پرون په لومړي ځل په یو شمېر تودو ولایتونو کې نجونو او هلکانو ته اجازه ورکړل شوه چې دولتي پوهنتونونو ته لاړ شي.

دا اقدام د ډېرو له هرکلي سره مخامخ شوی دی.

په دې اړه نور: ګرمسیرو سیمو کې دولتي پوهنتونونو کې تدریسي بهیر بېرته پیل شو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې ډیبرا لاینز ویلي:"راځئ چې په افغانستان کې پوهنتونونو ته د نجونو او هلکانو د بېرته تګ ملاتړ وکړو. ملاتړ کوونکي د بورسونو یو لړ پروګرامونه او د نارینه او ښځینه استادانو دوامدار ملاتړ په پام کې نیولی شي."

د ننګرهار پوهنتون محصل شمس الله وکیلزی وايي: "پوهنتونونه بیا پیل شول، موږ د خوشحالۍ احساس کوو ځکه چې د پوهنتونونو بیا شروع کېدو ته مو ډېرې هیلې لرلې."

یو بل محصل جندالله محمدي وايي، په لږ توپیر پوهنتون ته راغلی دی: "داسې خاص تفاوت نه و، د پخوا په شان په ټولګي کې کښېناستو خو یوازینی توپیر یې دا و چې دا ځل نجونې بیلې زده کړې کوي او هلکان بېل، شیفټونه جلا شوي دي."

راپورونه: پرون د دولتي پوهنتونونو د پیل په لومړۍ ورځ د محصلانو شمېر نسبتاً کم و.

د ننګرهار پوهنتون د امنیتي چارو مرستیال رفیع الله فدايي وايي، د پوهنتون او محصلانو د امنیت لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.

د راپورونو له مخې، پرون د دولتي پوهنتونونو د پیل په لومړۍ ورځ د محصلانو شمېر نسبتاً کم و.

محصلان او ځینې استادان وايي، د دې دلیل ښايي دا وي چې لومړۍ ورځ وه او ممکن ځینې په دې خاطر نه وي راغلي او دا احتمال هم شته چې یو شمېر محصلانو د اقتصادي ستونزو له کبله نورو کارونو ته مخه کړې وي.

ټاکل شوې ده چې د پلازمېنې کابل په شمول د سړو سیمو دولتي پوهنتونونه د حوت په اوومه نېټه پیل شي.

د لوړو زده کړو د وزارت د مهالوېش پر اساس د پوهتونونو له پرانېستلو وروسته به محصلان د درېیو اونیو لپاره د تېر سمستر درسونه ولولي او له درېیو اوونیو وروسته به د سمستر ازموینې پیل شي او له ازموینو وروسته به نوی درسي سمستر په عادي ډول دوام ومومي.