د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد

د افغانستان او انګلستان ترمنځ لوبه

د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د تېره شپې نیمه پایلوبه انګلېنډ ته وبایلله او له دې سره د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې یې سفر پای ته ورسېد.

په تېره لوبه کې د انګلېنډ ۱۹ کلنو لوبډلې پچه وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې افغان لوبډلې ته یې د ۲۳۲منډو هدف کېښود.

که څه هم افغان لوبډلې ښه پیل وکړ او تر ۹۴ منډو یې یوازې یو لوبغاړی اوټ و خو له ۹۴ منډو وروسته یې لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل.

د لوبې په وروستیو کې بیا هم د افغان لوبډلې د ګټلو چانس ډېر شو خو انګلېنډي لوبغاړو ښه توپ اچوونه وکړه او افغان لوبډله یې له بریا را وګرځوله.

د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۵ منډې جوړې کړې او لوبه یې په ۱۵ منډو انګلېنډ ته وبایلله.

د کرکټ ماهرینو او مبصرینو په نړیوال جام کې د افغان ځوانانو د لوبو ستاینه وکړه او وې ویل چې دې ځوانانو ثابته کړه چې په افغانستان کې ډېر استعدادونه شته چې که فرصتونه ورته برابر شي، د دوی په څېر به وځلیږي.