د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد حسین یمین، د ۸۵ کلونو په عمر ومړ

محمد حسین یمین

د کابل پوهنتون استاد او د پارسي دري ژبې د حوزې ژب پیژندونکی پوهاند محمد حسین یمین د زړه د درېدو له امله ومړ.

پوهاند یمین په خپل ژوندانه کې د ژب پیژندنې په برخه کې څېړنه کړې او ډېري مقالې او کتابونه یې لیکلي وو.

د کابل پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي رئیسه راحله حمیدزۍ د پوهاند یمین مړینه یوه لویه ضایعه یادوي.

راحله وایي:" ډېر هغه موضوعات چې نن په پارسي دري پوهنځي کې تدریس کېږي هغه ټول د استاد یمین له برکته دي؛ موږ دغه لویه ضایعه نشو جبرانولی او اوس د ژبې يیژندنې په برخه کې د هغه په څېر بل څوک نه لرو"

اغلې حمیدزۍ وویل چې د استاد یمین یو کتاب چې د" فارسي دري ګرامر" په نوم لیکل شوی؛ په امریکا کې ژباړل شوی، چاپ شوی او اوس په اکاډمیکو ځایونو کې تدریس کېږي.

د پارسي دري ژبې معاصر دستور، لهجه پېژندنه، د لیکلو دستور، د څېړنې لار او یو شمېر نور هغه مقالې او اثار دي چې پوهان یمین لیکلي دي.

د محمد حسین یمین چاپ شوي اثار ۱۲ دي او تر ۱۳۸۵ کال پورې د هغه نېږدې ۸۰ څېړنیزي مقالې د کابل په چاپي خبرونو کې چاپ شوي دي.

د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي استاد؛ ضیاالاسلام شیراني د پوهاند یمین په تړاو وویل:" پوهاند صاحب په عملي او اکادمیک ډګر کې یو محقق او خلاق کس و او په خپل ټولنیز ژوند کې یو حلیم او خوش برخورده کس و چې محصلانو او استادانو سره یې ښه چلند کاوه"

پوهاند یمین په ۱۳۱۵ لمریز کال د پروان ولایت په مرکز چاریکار ښار کې زېږېدلی و، د لېسانس زده کړې یې په کابل پوهنتون کې کړې وې او ماستري او دوکتورا یې د تاجکستان په دولتي پوهنتون کې د "فلا لوژي" په برخه کې کړې وې.

هغه ۸۵ کلن و.

د محمد حسین یمین د مړینې خبر داسې مهال خپرېږي چې دا اوونۍ لیکوال، ژورنالیست او سیاسي شنونکي محمد ظاهر صدیق هم د امریکا په سندیاګو کې د ژوند پور پرې کړ.

د نوموړي هم په سلګونه مقالې او لسګونه رسالې خپرې شوې دي.

محمد ظاهر صدیق تر ۱۳۸۸ کال پورې د کابل ټایمز ورځپاڼې رئیس و چې د افغانستان د رسنیو په برخه کې د هغه وروستی کار بلل کېږي.