د طالبانو حکومت وایي په ټولو ولایتونو کې د رسنیو مخکېنی قانون د پلې کېدو وړ دی

د افغانستان یوه خصوصي رسنۍ

د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت چارواکي وایي چې دا مهال په ټولو ولایتونو کې د رسنیو مخکېنی قانون د پلې کېدو وړ دی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد له قوله په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د عامه رسنیو قانوم کومه ستونزه نه لري او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون به هم بیاځلي ژر جوړ شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د عدالت غوښتنې د برخې مسؤل عبدالقدیم ویاړ وایي چې ښاغلي مجاهد دغه خبره د چهارشنبې په ورځ د دې کمېټې په شپږ میاشتنۍ ناسته کې وکړه.

ویاړ وایي:" تازه, نوې او دغه شان جالبه خبره یې دا وه چې اوس لپاره د مخکېنۍ دورې یا د جمهوري دورې د عامه رسنیو قانون د اجرا وړ دی. او د دې ترڅنګ یې د رسنیزو سرغړونو د کمېسیون په اړه یې هم خبرې وکړې"

په هغه بیان کې چې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په فېسبوک پاڼه کې خپور شوی، د ذبیح الله مجاهد له قوله په کې راغلي چې د دغه کمېسیون له جوړېدو وروسته هېڅ کوم حکومتي بنسټ او یا وزارت د رسنیو په کار کې لاسوهنه نه شي کولای.

ارشیف؛ یو شمېر رسنۍ خبري کنفرانس ته خبري پوښښ ورکوي

په دې بیان کې دغه شان راغلي چې د رسنیو ښځینه کارکونکې کولای شي د شرعي او ملي اصولو په پام کې نیولو سره خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خو له دغو دوو اصطلاح ګانو روښانه تعریف نه دی شوی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ولایتي استازو هم په دې ناسته کې خپلې غوښتنې د طالبانو له حکومت سره شریکې کړې دي.

د دوی له ډلې عبدالمطلب حامد ازادي راډیو ته وویل:" د ۳۴ ولایتونو غوښتنې له ښاغلي مجاهد سره شریکې شوې؛ د عامه رسنیو برخلیک؛ د خبریالانو پوښتنو ته د حکومت ځواب ویل، د معلوماتو ترلاسه کول، ولایتونو کې د خبریالان خوندیتوب او دغه شان د ولایتونو په خصوصي راډیوګانو کې د ښځو کار کول "

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت په داسې حال کې د مخکېني نظام د عامه رسنیو د تطبیق خبره کوي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل وروسته د خبریالانو د نیونې او وهلو او ټکولو پېښې ډیرې شوې دي او خبریالانو هم په وار وار، د امنیتي ستونزو او د دوی د کار پر وړاندې د محدودیتونو او د بیان ازادۍ د نشتون خبره کوي.