ګرمسیرو سیمو کې دولتي پوهنتونونو کې تدریسي بهیر بېرته پیل شو

د ننګرهار د کمپیوټر ساینس پوهنځی

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د وروستي اعلان سره سم نن د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې په دولتي پوهنتونونو کې تدریسي بهیر بېرته پیل شو.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني د روانې اوونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې په ګرمسیرو ولایتونو کې به د دلوې د میاشتې په دیارلسمه چې نن ده تدریسي بهیر بېرته پیل شي.

د هغه په وینا دغه بهیر درې اوونۍ دوام کوي او راتلونکی سمسټر به د ۱۴۰۱ کال د وري یا حمل د میاشتې له پیل سره سم بېرته پیل شي.

ښاغلي حقاني په سړو ولایتونو کې د حوت په اوومه نېټه د تدریسي بهېر د پیلېدو خبره وکړه، خو نوموړي د دغه اعلان پر مهال نه و ویلي چې ایا نجونې به هم بېرته دولتي پوهنتونونو ته ځي او که یوازې هلکان.

خو د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په یو شمېر ولایتونو کې ډېرې کمې نجونې لیدل شوي چې پوهنتونونو ته ځي.

د لغمان اوسیدونکې زرلښته حقمل چې د ننګرهار په پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو زده کړې وي، دې اژانس ته ویلي چې ډېر د خوښۍ احساس کوي چې تدریسي بهیر یې بېرته پیل شو، خو نوموړې دې ته هم اندېښنه وښوده چې ممکن طالبان بېرته دوی له زده کړو منع کړي.

د راپورله مخې چارواکو ویلي چې په لغمان، ننګرهار، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو دروازې د محصلانو پرمخ چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په تېرو څه باندې پنځه نیمو میاشتو کې بندې شوي وې، بېرته پرانیستل شوې.

د چارواکو په وینا په نورو سیمو کې به پوهنتونونه د روانې میاشتې په وروستیو کې بېرته تدریسي بهیر پیل کړي.

طالبانو ویلي چې د نجونو او هلکانو زده کړې به په جلا ټولګیو کې ترسره کېږي.