د اریانا نیوز خصوصي ټلوېزیون څرګنده کړه چې د دوی دوه خبریالان عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب د دوشنبې په ورځ پرته له کوم دلیله نیول شوې دي، د بشري حقونو ډلو دا نیونې غندلې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په ټویتر کې لیکلي دي چې د دې کسانو نیول نه شي توجیه کیدای او دا د رسنیو پر ازادي برید دی چې د بیان د ازادۍ د مخنیوي لپاره یو جدي ګواښ دی.
Afghanistan: The arbitrary arrest of two Ariana News journalists by the Taliban is unjustifiable. Such escalating attacks on media freedom are a grave threat to the right to freedom of expression. The Taliban must unconditionally and immediately release them. https://t.co/Stcf549gh8
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) February 1, 2022
دې سازمان له طالبانو غوښتي دي چې دا دوه خبریالان پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې ویلي، طالبان په داسې وخت کې د بشري حقونو مدافعیت او خبریالان نیسي چې تېره اوونۍ د دوی استازیو په ناروې کې د نړیوالې ټولنې له استازیو سره په غونډو کې د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړې.
په دې اړه نور: کابل کې د اریانا نیوز ۲ خبریالان نیول شوي؛ په کور دننه یې غبرګونونه پاروليد ناروې په غونډو کې د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي له لویدیځ ډپلوماټانو سره یو ځل بیا دا ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د نارینه او ښځو د حقونو درناوی کوي.
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي دي چې نور بشري حقونه تر پښو لاندې نه کړي او لاس ترې واخلي.
په افغانستان کې دننه د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر( یوناما) بیا د اریانا ټلوېزیون د خبریالانو عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب نیولو ته اندېښنه څرګنده کړې.
Mounting concern about restrictions on media & free expression. UN urges Taliban to make public why they detained these @ArianaNews_ reporters & to respect Afghan%27s rights. We continue call on Taliban to make clear the whereabouts of women activists who went missing two weeks ago https://t.co/hk79tKp4FT
— UNAMA News (@UNAMAnews) February 1, 2022
یوناما له طالبانو څخه د دې کسانو د نیولو په اړه وضاحت غوښتی دی.
طالبانو د دغو دوو کسانو د نیولو په تړاو څه نه دي ویلي.