طالبانو هغه راپورونو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو قوماندان وژل شوی رد کړل

د ټي ټي پي غړي

سره له دې چې پاکستاني رسنۍ وخت نا وخت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د وژل کېدو راپورونه ورکوي خو دلته د طالبانو حکومت بیا دغه راپورونه ناسم بولي.

د پاکستان اکسپرس ټربینون ورځپانې په یو تازه راپور کې چې نن سې شنبه یې خپور کړی د یوې سرچینې له قوله لیکلي چې تېره ورځ په افغانستان کې د رفیع الله په نوم د پاکستاني طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.

که څه هم دغه ورځپاڼې د دغه قومندان د وژل کېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي خو ویلي دي چې رفیع الله په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو تر چتر لاندې په خپل منځي جګړه کې وژل شوی دی، هغوی چې د قدرت او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا دا راپور ردوي.

په افغانستان کې د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا دا راپور ردوي.

نوموړي له ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل:" اوس زموږ په هېواد کې هېڅ بهرني اتباع شتون نه لري او نه هم زموږ په هېواد کې بل چاته د دې اجازه شته چې د بل هېواد په ضد فعالیت وکړي، داسې څوک نه دی وژل شوي."

که څه هم د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دغه ډول وژنو راپورونه نه تائیدوي خو میاشت وړاندې فرانس پرېس خبري اژانس د یو لوړپوړي پاکستاني جنرال له قوله ولیکل، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني وژل شوی دی.

دغه اژانس هغه مهال په خپل راپور کې لیکي و چې د دې خبر له تائید سره، دا به له کله چې د پاکستان د طالبان د تحریک او د پاکستان د حکومت ترمنځ یوه جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره خبرې بې نتیجې پای ته رسیدلې، د دې ډلې تر ټولو جګپوړی چارواکی وي چې وژل کېږي.

ازادي راډیو هم هغه مهال په ننګرهار کې د محمد خراساني د وژلو د ادعا په اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مرستیال عاقل جان عزام پوښتلی و او نوموړي ویلي و چې کله هم د دې قضيې په اړه ريښتني معلومات ترلاسه شي له رسنیو سره به یې شریک کړي خو تراوسه د طالبانو له خوا هېڅ کوم معلومات نه دي شریک شوي.