طالبانو کابل کې د اریانا خصوصي راډیو ټلوېزیون دوه خبریالان نیولي

د اریانا خصوصي راډیو ټلوېزیون لوګو

طالبانو کابل کې د اریانا خصوصي راډیو ټلوېزیون دوه خبریالان نیولي دي.

دا خبره د دغه ټلوېزیون د نشراتو مشر شریف حسنیار پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.

هغه لیکلي چې طالبانو اسلم حجاب او وارث حسرت له کوم موجه دلیل پرته پرون توقیف کړل او په خبره یې کورنۍ یې ورته اندېښمنې دي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیله تراوسه دا څویم ځل دی چې خبریالان نیول کېږي، وهل کېږي او کله نا کله یې وسایل ضبطیږي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې تل ژمنه کړې چې د بیان ازادۍ ساتنې ته ژمن دي.