طالبان: د کووېډ-۱۹ د ۵ روغتونونو لپاره بهرنی مالي ملاتړ ترلاسه شوی

د کووېډ -۱۹ ناروغانو د درملنې یو روغتون

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره د فعالو ۱۶ روغتونونو له ډلې د پنځو لپاره یې بهرنی مالي ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د دې وزارت ویاند جاوېد هژیر تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "موږ وتوانېدو چې په پنځو ولایتونو، کندهار، هلمند، هرات، ننګرهار او کابل کې د روغتونو لپاره بهرنی مالي ملاتړ ترلاسه کړو. د څلورو ولایتونو روغتونونه د ای او ام موسسه تمویلوي او په کابل کې د افغان – جاپان روغتون د تمویل برخه کې د جي پایګو موسسې سره قرارداد شوی دی. نور د کووېډ -۱۹ ناروغیو د درملنې روغتونونه مالي ملاتړ نه لري او فعالیت یې تر ډېره حده دریدلی دی."

د روغتیا وزارت د ویاند په خبره د دغو پنځو روغتونونو د ډاکټرانو او نورو روغتیا پالانو تنخواوې به هم دغه موسسې ورکوي.

تردې مخکې په افغانستان کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د درملنې څه باندې ۳۸ روغتونونو فعالیت کاوه.