د افغانستان بانک ۱۵۰ میلیونه افغانۍ زاړه بانک نوټونه سوځولي

ارشیف، افغاني بانک نوټونه

د افغانستان بانک د ۱۵۰ میلیونه افغانیو زړو بانک نوټونو د سوځولو خبر ورکوي.

د دې بانک ویاند صابر مهمند وایي، دغه بانک نوټونه د یوه پلاوي په حضور کې پرون وسوځول شول: "د افغانستان بانک ۱۵۰ میلیونه هغه بانک نوټونه چې په بازار کې له چلښت څخه غورځیدلې و، د موظف پلاوي په حضور کې وسوځول. په دغو بانک نوټونو کې لسګون او شلګون نوټونه شامل وو."

ښاغلي مهمند له خلکو وغوښتل چې د افغانۍ بانک نوټونو درست ساتلو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د افغانستان بانک د تېر کال په کب میاشت کې مخکې له دې چې طالبان بیا واک ته ورسېږي، د سل میلیارډه افغانیو نوېو بانک نوټونو د چاپولو خبر ورکړی و.