د ماشومانو د ملاتړ اداره: ۶۰ سلنه افغان ماشومان روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري

افغان ماشوم

د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې تازه خپره کړې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې او ویلي دي، د دوی موندنې ښيي چې دا مهال ۶۰ سلنه افغان ماشومان د ناسم کورني اقتصاد له امله روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

دغې نړیوالې ادارې ویلي، اوس مهال ګڼ شمېر افغان ماشومان خوار ځواکه او سینه و بغل دي چې د مړینې کچه یې هم لوړه شوې ده.

د دغې ادارې معلومات ښيي چې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ ماشومان له سینه بغل او ۴۰ نور د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

په افغانستان کې د خوارځواکه ماشومانو شمېر ډېر شوی

دې راپور کې ویل شوي افغانستان کې ډېر شمېر روغتونونه او روغتیايي مرکزونه وروسته له هغې تړل شوي چې د کارکوونکو او روغتیا پالانو معاشونه پرې ودرېدل خو شمېر یې نه دی ښودل شوی.

د اته میاشتني ماشوم مور فیروزه وایي، د بې وزلۍ له امله یې خوراک ته څه نه لرل، شېدې وچې او ماشوم یې خوارځواکه شو.

فېروزه د کندهار ولایت اوسېدونکې ده، دا وایي:" لومړی مې کوچنی ناروغ و بیا چې کله مو روغتون کې پرې درملنه وکړه ښه شو خو اوس چې څه نه لرو او د خوراک لپاره یې څه نه شته هلک بېرته وپړسېده او خوار ځواکه شو."

رحیم د سرپل ولایت اوسېدونکی وايي له تېرو دوو میاشتو راپدېخوا یې څلور میاشتنۍ لور سینه و بغل ده، کابل ته یې درملنې لپاره راوستې ده.

رحیم وایي:" شل ورځې کېږي روغتون په روغتون ګرځم چې د ماشومانو درملنې لپاره که کوم روغتون تخفیف راکړي خو نه شته، اوس دلته یو ډاکتر ته په تمه یم وګورم چې څه به وکړي."

تېره ډسمبر میاشت کې ۴۰ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

رحیم د سینه و بغل لور ترڅنګ په اوبو سوځېدلی زوی هم کابل ته د درملنې لپاره راوستی دی.

هڅه مو وکړه د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې د راپور په اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند نظر هم واخلو خو زموږ پوښتنې ته یې ځواب رانه کړ.

د نړیوالو بشري سازمانونو د راپورونو له مخې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو او د امریکا له لوري د دې هېواد د زېرمو تر کنګلېدو وروسته ۹۵ سلنه وګړي یې بې وزله شوي دي.