د طالبانو حکومت وايي د ټاپي پروژې چارې به را روان پسرلي کې عملاً پیل شي

د ټاپي پروژه

د طالبانو حکومت وايي، د ټاپي پروژې چارې به د راتلونکي کال پسرلي کې عملاً پیل شي.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې د دې سترې پروژې ټولې تخنیکي او لوژیستکي چارې بشپړې شوي او عملي چارې به يې هم ژر پیل شي.

د نوموړي په خبره، د افغانستان له لوري د دې پروژې د عملي کېدو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی.

له دې وړاندې شااوخوا درې اوونۍ مخکې د ترکمنستان هېواد یو پلاوی هم کابل ته په سفر کې د دې پروژې د ښه همغږۍ په موخه د طالبانو حکومت له اړوندو چارواکو سره لېدنې کړې وې.

ټاپی له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد پروژه ده چې په ترکمنستان کې یې کار وخته بشپړ شوی او اوس ویل کېږي چې په افغانستان کې به هم پیل شي.