د خوست رسنیز مسؤلین:که د رسنیو اقتصادي ستونزې حل نه شي فعالیت به یې ودریږي

د خوست ژمن راډیو

په خوست کې د سیمه ییزو رسنیو خبریالان او کارکوونکي وايي، د طالبانو حکومت دې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حلولو او پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

دوی زیاتوي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو شلو کلنو له مهمو لاسته راوړنو دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، تر ډېره وخته خپل فعالیتونه روان نه شې ساتلی.

خوستي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي داسې مهال د رسنیو د راتلونکې په باب انديښنه څرګندوي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینو سیمه ییزو رسنیو د اقتصادي ستونزو له کبله سقوط کړی.

سره له دې چې د طالبانو د حکومت لخوا رسنیو ته د ځینو محدودیتونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي لېږل شوي، خو د رسنیو مسؤلان وايي دوی ته د خپرونو او په ځانګړې ډول د موسیقۍ د خپرېدو په اړه ځینې شفاهي توصیې شوي او دوی اړ دي چې د هغو توصیو په رڼا کې خپرونې عیارې کړي.

بل خوا په خوست کې طالب چارواکي وايي، که چېرې رسنۍ خپلې خپرونې د خپلو مادي او معنوي امکاناتو له چوکاټ سره سمې عیارې کړي، په خپرونو کې به يې ښه والۍ راشي.

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې رسنیز فعالیتونه په کې څه نا څه ډېر دي، په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو د خپرونو سربېره ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې او ۴ تلوېزیونونه فعاله دي.