متحده عرب امارات: د حوثي یاغیانو توغول شوی بالیستیک میزایل مو ویجاړ کړ

حوثي یاغیان

متحده عرب امارات وايي چې په یمن کې یې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له خوا توغول شوی بالیستیک میزایل ویجاړ کړی دی.

دا د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف د غړو هېوادونو په وړاندې د توغندیو د توغولو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.

دغه ائتلاف له کلنو راهیسې د حوثي یاغیانو پر خلاف جنګېږي.

د اماراتو دفاع وزارت نن دوشنبه وویل چې په پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د توغندي ټوټې پر داسې ساحه لوېدلي چې خلک په کې نه اوسي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرځوګ متحده عرب اماراتو ته خپل تاریخي سفر پیل کړ، چې د دغه هېواد له مشرانو سره پر ځینو مسایلو خبرې وکړي.

هرځوک ویلي چې له دې پېښې سره- سره به خپل سفر ته دوام ورکوي.

تر دې پېښې لنډه شېبه مخکې د حوثي یاغیانو د پوځ ویاند د جزئیاتو له ورکولو پرته په ټویټر کې ولیکل چې دوی به په څو ساعتونو کې په متحده عرب اماراتو کې دننه د نویو پوځي عملیاتو په اړه جزئیات خپاره کړي.