چین له افغانستان سره د ۵ سوه ټنه خوراکي موادو مرسته کړې 

افغانستان ته مرستې رېل ګاډي کې رالېږل شوې

چین له افغانستان سره د پنځه سوه ټنه خوراکي موادو مرسته کړې ده.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په خپل ټوېټر لیکلي چې د چین دا مرسته یکشنبه له شینجینانګه په ریل ګاډي کې بار او د افغانستان په لور رهي شوه.

هغه زیاته کړې چې په دې پنځه سوه ټنه مرستو کې غنم، بوره، غوړي او د کچالو د پروسس ماشینونه شامل دي.

سفیر وانګ ژمنه کړې چې د راتلونکې میاشتې په سر کې به هم د غنمو په شمول د خوراکي موادو د مرستو یوه بله محموله هم افغانستان ته واستول شي.