سټولټنبرګ د مسکو پر طبیعي ګازو د اروپا د اتکا په اړه اندېښنه څرګنده کړې 

ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د مسکو پر طبیعي ګازو د اروپا د اتکا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه پرون وویل چې د ناټو پوځي تړون د ۳۰ غړوهېوادونو ترمنځ د انرژۍ د تمویل د بېلابېلو لارو د موندلو پر اړتیا موافقه شوې ده.

اروپايي ټولنه د طبیعي ګازو یو – درېیمه برخه له روسیې ترلاسه کوي.

د ژمي په سړه هوا کې د طبيعي ګازو کمښت اروپايي واردونکي هم په غوسه کړي دي.

د اروپا د ګازو د تامین په تړاو اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې د روسیې څه باندې یو لک پوځیان او پوځي تجهیزات د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پر ځای شول.

اندېښنې شته چې د اوکرایین روسیې په کړکیچ کې روسیه ښایي د ګازو د صادراتو له امکاناتو د فشار په توګه کار واخلي.