د غېږ نیونې سیالۍ؛ د غزني غېږنیوونکو لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د غزني غېږنیوونکو لوبغاړو د غېږنیونې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.

د بدني روزنې او ورزش ادارې نن یکشنبه د یوه خبر په خپرولو سره ویلي، دې سیالیو کې د غزني ولایت ۸ لوبغاړو برخه اخېستې وه چې له دې ډلې ۵ غېږ نیوونکو خپلو سیالانو ته ماته ورکړه او لومړی مقام یې خپل کړ.

دا غېږنیوونکي غزني ته له ستنېدو وروسته د دې ولایت د ورزشي امریت او د غزني د خلکو له لوري وستایل شول.

د غېږنیونې دا سیالۍ په ننګرهار کې پیل شوې وې چې د ۶ ولایتونو غېږنیوونکو په کې برخه اخېستې وه.

د دې سیالیو د جوړولو هدف د لوبغاړو هڅول او د لوبغاړو د وړتیا رابرسېره کول ښودل شوي دي.