ترکمنستان: افغانستان دې د ګازو د نل لیکې د غځولو برخه کې اقدام وکړي

د ترکمنستان د ټاپي پروژې اړوند استازي وايي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د ګازو د نللیکې د غځولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي، د ترکمنستان هېواد د ټاپي پروژې اړوند یوه استازي عاشیر قربان نیازوف ویلي، که افغانستان د ګازو د نللیکې د غځولو برخه کې جدي اقدام وکړي، کولی شي له دې درکه ۶ میلیارده ډالر د ټرانزیټ حق په توګه ترلاسه کړي.

په همدې اړه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي مرستیال ملا محمد عیسی اخُند او د ترکمنستان د استازو عاشیر قربان نیازوف، دولت نیاز بردي اوف او جیحون بزرګانوف ترمنځ د ټاپې پروژې د پیل په اړه په ناسته کې وویل شول چې د دې پروژې اول فاز به په هرات ولایت کې فعال شي.

ښاغلي قربان نیازوف ویلي، د دې پروژې په اړه د نړیوال بانک او د اسیا انکشافي بانک د همکاریو راخپلولو هڅه کوي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولېم وزارت تخنیکي مرستیال ملا محمد عیسی اخُند ویلي دي چې د ټاپي پروژې په اړه د پخواني حکومت له تړونه ملاتړ کوي او د ترکمنستان استازو ته یې وړاندیز کړی چې د ټاپي پروژې په کارونو کې دې له هغو متخصصینو، کار کوونکو او ماشینري کار واخیستل شي چې په افغانستان کې شته.