پاکستان: له خبرو وروسته اجازه ورکوو چې هند خپل غنم افغانستان ته ولېږي

غنم

پاکستان وايي، له هند سره له څو میاشتې خبرو وروسته به اجازه ورکړي چې هند د غنمو مرسته د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د هند مرسته به د راتلونکې فبرورۍ په لومړیو کې د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي او دا به لومړی ځل وي چې پاکستان اجازه ورکوي چې هند د پاکستان له لارې افغانستان ته مرسته استوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دې مسالې له څو میاشتو راهیسې خبرې روانې وې او پاکستان پر دې ټینګار کاوه چې هندي مرسته به په پاکستاني لاریو کې افغانستان ته رسول کېږي خو هند ویل چې که هندي لاریو ته اجازه نه ورکول کېږي نو افغاني لارۍ دې د هند پنځوس زره ټنه غنم کابل ته ورسوي.

پاکستاني رسنیو نه دي ویلي چې بالاخره دواړو هېوادونو افغانستان ته د هند د مرستو د لېږلو په اړه څه ډول پرېکړه کړې ده.