'نړیوال خوراکي پروګرام' خوست کې ځوانان په مسلکي زده کړو سمبالوي

خوست کې د نړیوال خوراکي پروګرام پرانیستنه

د جنوري په ۲۹مه د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته خوست کې ۵۰۰ نارینه او ښځینه وو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو ۶ میاشتنۍ پروګرام پیل شو.

د دې پروګرام ۳۵۰ ځوانان د خوست د مرکز اوسیدونکي او ۱۵۰ تنه يې په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال دي چې د دې پروګرام د ټولو ګډوالو له ډلې ۲۴۰تنه ښځې دي.

د خوست اقتصاد رئیس شهزاده پېر یې په اړه وايي:"د WFP په مالي ملاتړ ۵۰۰ خوستي ځوانانو او خویندو ته د حرفوي زده کړو د مراسمو افتتاح ده، په دې پروګرام کې به په مختلفو برخو کې خویندو او وروڼو ته زده کړې ورکول شي، لکه موټر سایکل جوړونه، موبایل جوړونه، اچارجوړونه، خیاطي او نورو برخو کې دوی ته حرفوي زده کړې ورکړل شي، دا پروګرام به د ۶ میاشتو لپاره وي، خو دوامداره به وي. "

مسوولین وايي، د برنامې ټولو ۵۰۰ ګډونوالو ته د میاشتې ۷ زره افغانۍ معاش په پام کې نیول شوی او د روزنې لپاره يې ۵۰ تنه استادان هم ګمارل شوي دي.

د دې برنامې پلي کېدنه افغان پرمختیايي او مسلکي موسسې پرغاړه ده، مسوول يې رشاد طاهري د برنامې د پرانېستې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل، دا برنامه په اصل کې د فقر د کچې د ټیټولو لپاره طرحه شوې ده.

د خوست اوسیدونکي او د کلیوالي شوراګانو غړي یاده برنامه د خلکو د اوږدمهاله ځان بسیاینې پر لور یو ښه ګام بولي او زیاتوي چې دې برنامې ته مستحق کسان جذب شوي دي.

د یوې کلیوالي شورا مشرظاهر شاه وايي، د برنامې د ګډونوالو په خاطر دقیقه سروې شوې او ټاکلی پلاوی کلي په کلي او کور په کور ګرځیدلي او تر وسه يې مستحق کسان جذب کړي دي.

په خوست کې د خوړو نړیوال پروګرام داسې مهال سلګونو کسانو ته د حرفوي زده کړو او د ۶ میاشتو لپاره د یوه اندازه معاش برنامه پیلوي چې د یاد پروګرام مشر د افغانستان روان اقتصادي وضعیت کړکېچن بللی دی.

نوموړي ویلي، لوږه او قحطي د شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانانو تر کورونو رسیدلې چې د افغانستان د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي.

هغه د نړۍ له شتمنو هېوادونو غوښتي چې د یوه بشري بحران د مخنیوي په پار له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.