د پاکستاني صدراعظم سلاکار کابل ته راغلی؛ طالبان: د اړیکو په پیاوړتیا غږیږي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له یوه‌ پلاوي سره کابل ته راغلی.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، هغه به په بېلابېلو موضوعاتو له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي: "دوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره په بېلابېلو مسایلو سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او په ټوله کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړي کېدو خبرې وکړي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني

د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند په خبره، معید یوسف د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره کتلي او له نورو لوړ پوړو چارواکو سره به هم خبرې اترې وکړي.

معید یوسف پاکستاني رسنیو سره خبرو کې کابل ته د خپل سفر د هدف په اړه وړاندې ویلي و، طالب چارواکو سره به په ډېورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو په سر د را پورته شوي جنجال د هواري، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د بشري مرستو په دوام خبرې وکړي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې کابل ته د معید‌یوسف سفر لغوه شو.

کابل ته د هغه له سفر وړاندې لاریون هم وشو او لاریون کوونکو له طالبانو غوښتل چې معید یوسف ته په هوايي ډګر د ښکته کېدو اجازه ور نه کړي.

خو وروسته طالبانو د دې لاریون څو مخکښ مشران ونیول او زنداني یې کړل.

معید یوسف داسې مهال کابل ته راځي چې د پنجشنبې په ورځ یې وویل، لا هم افغان خاوره د دوی په ضد کارول کېږي.

په دې اړه نور: معید یوسف: لاهم د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي

هغه چې د ملي شورا د بهرنۍ کمېټې په یوه غونډه کې یې خبرې کولې زیاته کړې، د افغانستان په سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

ښاغلي یوسف د طالبانو د بیا ځلي واکمنېدو په اړه ویلي، پاکستانی دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.

خو د طالبانو حکومت بیا د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار د څرګندونو په غبرګون کې وايي، افغان خاوره د هېچا په ضد نه کارول کېږي او دا اندېښنې د پاکستان د کورنيو ستونزو پایله بولي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل:

"د اسلامي امارت موقف او پالیسي دا ده چې د افغانستان له خاورې څخه بل کوم هېواد ته ګواښ او ستونزه نه متوجه کېږي. کومې ستونزې چې شتون لري هغه دننه د پاکستان کورنۍ ستونزې دي، زموږ هیله دا ده چې هغه هم حل شي. "

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان له خاورې څخه بل کوم هېواد ته ګواښ او ستونزه نه متوجه کېږي.

له بله پلوه بیا ښکاري چې د پاکستاني حکومت سیاست او چارواکي هم د افغانستان په اړه یوه خوله نه دي، ځکه پاکستانی صدراعظم عمران خان د خپل لوړ پوړي سلاکار د خبرو په خلاف دریځ لري.

هغه په خپله نوې مقاله چې چینايي ورځپاڼې "ګلوبل ټایمز" خپره کړې لیکلي، په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو بې‌ثباتي او کړکېچ پای ته رسېدلی او په سیمه کې د سولې د راتګ هیله شته.

پاکستاني صدراعظم زیاته کړې:"دا زموږ مشترک نظر دی چې په سویلي اسیا کې تل‌پاتې امن په سیمه کې د سټراټیژیک توازن په ساتلو پورې تړلی دی. "

پاکستان ته په نږدې کېدو او ورسره د ښه اړیکو د پاللو په اړه د طالبانو حکومت تل تر نیوکو لاندې دی او افغانان پر دې باور دي چې طالب چارواکي باید په دې اړه په ټولنه کې شته حساسیتونو ته پام وکړي.