د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار کابل ته تللی

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف له یوه‌ پلاوي سره کابل ته تللی.

د طالبانو د حکومت یوه چارواکي ازادي راډیو ته د ښاغلي معید سفر تایید کړ او ویې ویل، هغه به په بېلابېلو موضوعاتو له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي یوسف پاکستاني رسنیو سره خبرو کې کابل ته د خپل سفر د هدف په اړه ویلي و، طالب چارواکو سره به په ډېورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو، سیاسي او اقتصادي اړیکو او د بشري مرستو په دوام خبرې وکړي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې کابل ته د معید‌ی وسف سفر لغوه شو.

کابل ته د هغه له سفر وړاندې لاریون هم وشو او لاریون کوونکو له طالبانو غوښتل چې معید یوسف ته په هوايي ډګر د ښکته کېدو اجازه ور نه کړي.

خو وروسته طالبانو د دې لاریون څو مخکښ مشران ونیول او زنداني یې کړل.