جوزجان کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په جوزجان ولايت کې ۲۵۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د طالبانو د کليو او پراختيا وزارت په يوه خبرپانه کې چې د جمعې په ورځ ناوخته يې خپره کړې ويلي، ياده پروژه د'اکټېد' او'يونېسف' ادارو په مالي همکارۍ د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې پلې شوې.

په خبر پاڼه کې ويل شوي چې په يادې پروژې شااوخوا ۲ ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې اکټېډ او يونېسف له دې وړاندې په ياد ولايت کې شااوخوا ۴۰۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو زمینه برابره کړې او د وزارت د‌ معلوماتو له مخې، په روان کال کې به هم يادې ادارې لس زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبو زمينه برابره کړي.

له جوزجان ولايت نه د څښاکو اوبو د کمښت راپورونونه تل ورکړل شوي او دليل يې هم دغه ولايت کې د نفتي مواد څاګانې په ګوته شوي.

له بلې خوا بيا د يادې ستونزې د حل لپاره په تېر حکومت هم په ځلونو د اقدام خبره وشوه، خو پايله یې روښانه نه وه.