معید یوسف: د افغانستان سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي

د ډیورنډ کرښه

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف ادعا کړې چې افغان خاوره لا هم د دوی په ضد کارول کېږي.

یوسف پرون د پاکستان د ملي شورا د بهرنۍ کمېټې په یوه غونډه کې دا تور پورې کړی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې منظمې ترهګرې ډلې فعالیت کوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان دولت جنګ ځپلي افغانستان ته د طالبانو د بیا راتګ په اړه بشپړ خوښ نه دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د یوسف د څرګندونو په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان خاوره د هېچا په ضد نه کارول کېږي او د پاکستان دا اندېښنې د کورنیو ستونزې پایلې دي.