د بشري حقونو د څار سازمان: تهران دې نرګس محمدي سمدستي خوشې کړي

د بشري حقونو د مخکښې مدافع نرګس محمدي

د بشري حقونو د څار سازمان په ایران کې د بشري حقونو د مخکښې مدافع نرګس محمدي په برخه کې د محکمې حکم غندلی او پر تهران یې غږ کړی چې نوموړې دې سمدستي او بې قید او شرطه خوشې کړي.

په دې سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري فر په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وویل، د نرګس محمدي ظالمانه نیول او له هغې څخه تحقیق، هغه هم یوازې یو کال وروسته له دې چې دا د یوه مخکیني حکم پر اساس له زندانه خوشې شوې وه او اوس هغې ته د حبس یو بل غیرعادلانه حکم دا ټول د دې لپاره کېږي چې نوموړې په هر قیمت خاموشۍ ته مجبوره کړي.

د نرګس مېړه تقي رحماني د بشري حقونو د څار سازمان ته ویلي چې محکمې د ده مېرمن د یوې غونډې د جوړولو او د ملي امنیت پرضد د سازش په تور په ۶ کاله حبس او د ملي امنیت پرضد د اقدام او د عامه نظم د ګډوډولو په تور په دوه کاله حبس او ۷۴ دُرو محکومه کړې ده.

د محکمې د حکم له مخې مېرمن محمدي همدا راز د دوو کلونو لپاره د سیاسي ګوندونو غړیتوب نه شي ترلاسه کولای او پر ټولنیزو او ډیجیټل پلاټفورمونو د فعالیت اجازه نه لري.

د نوبل د سولې د جایزې ایرانۍ ګټونکې شیرین عبادي د نرګس محمدي په اړه د محکمې حکم غیرعادلانه بللی او غندلی یې دی.

نرګس د ۲۰۲۱ کال په نوامبر میاشت کې وروسته له هغه ونیول شوه چې د ۲۰۱۹ کال د اعتراضونو پرمهال د ایران د امنیتي ځواکونو په لاس د یوه وژل شوي سړي لپاره په یاد غونډه کې یې ګډون وکړ.