ایراني مظاهره چیانو له پولې هاخوا د افغان سوداګرو موټرونه زیانمن کړل

د افغانستان او ایران ګډه پوله

په نیمروز کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې پرون له ایران سره په ګډ سرحد کې ایراني معترضانو د لاریون پر مهال له پولې هاخوا د افغان سوداګرو موټر زیانمن کړل.

په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست سرپرست رییس مفتي حبیب الله الهام ازادي راډیو ته وویل، د ایران له سیستان بلوچستان ایالت څخه یو شمېر معترضان چې د هلمند له اوبو یې د اوبه خور د برخې د زیاتېدو غوښتنه کوله د لاریون پر مهال د ایران په زابل سیمه کې د افغان سوداګرو د ټرکونو (لاریو) پر تم ځای برید وکړ او د څو لاریو شیشې یې ماتې کړې.

ښاغلي الهام په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې دا موضوع به د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا حل شي.

په همدې حال کې یو شمېر موټر چلوونکو چې لارۍ یې د لاریون پر مهال زیانمنې شوې دي د ایران له حکومته د تاوان غوښتنه وکړه.

د هلمند د سیند اوبه تل د افغانستان او ایران ترمنځ لانجمنه مساله وه، خو پخوانیو حکومتونو له ایران سره د یو تړون په اساس دا موضوع حل کړې وه مګر په افغانستان کې د حکومتونو له کمزوري کېدو او د وچکالیو له زیاتېدو وروسته په دې برخه کې لانجې پرځای پاتې دي.