د بشري حقونو د څار سازمان د نرګس محمدي لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله

د ایران یوه محکمه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ایران د بشري حقونو د یوې مخکښې مدافع لپاره تازه اعلان شوې سزا وغندله.

دغه سازمان له تهرانه د نرګس محمدي د ژر او له قید او شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ایران د برخې څېړونکې تارا سپهري­فر د مېرمن محمدي بیا نیول کېدو او محاکمې ته په اشاره نن په یوه اعلامیه کې ویلي:" ایراني چارواکي د بشري حقونو د دې مدافع د بند د ناعادلانه حکم په اضافه کولو سره، په هره بڼه چې وې د هغې د ځپلو او غلې کولو هڅه کوي."

د نرګس محمدي مېړه، تقي رحماني د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ته ویلي چې په ایران کې یوې محکمې د هغه مېرمنه د ملي امنیت پر خلاف د خلکو ټولونې په تور په ۶ کلونو بند او د عامه نظم د اخلال او د ملي امنیت خلاف د اقدام په تور په دوو کلونو بند او ۷۴ دُرو وهلو محکومه کړې ده.