ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

بې وزله کورنۍ او ژمۍ

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي، د روان ژمي پر مهال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي چې تر ټولو د زیانګالو کسانو تر تثبیت وروسته، د خوړو نړیوال پروګرام د نورو همکارو سازمانونو په مرسته خوراکي توکي وېشي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړ.