ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی

داخلي بې ځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دغه سازمان د اسیا پسفیک څانګې نن په یوه ټویټ کې ویلي، وضعیت ډراماتیک دی، خلک دندې نه لري، د روان بحران، د بهرنیو پرمختیايي مرستو د کموالي له کبله اقتصاد سقوط شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په افغانستان کې د دوی استازي د افغانانو فوري بشري اړتیاوې درک کوي او خپلې مرستې کوي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو خبرداری ورکړ.