د بلوچستان په کېچ سیمه کې ۱۰ پوځیان د وسله والو په بريد کې وژل شوي 

ارشیف؛ بلوچستان

د پاکستان پوځ وايي چې د بلوچستان په کېچ سیمه کې د دوی پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې۱۰ سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اس پي ار پرون په يو بيان کې ويلي چې دا بريد د سې شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه وشو چې د ډزو په تبادله کې يو وسله وال هم ووژل شو او يوشمېر نور ژوبل شول.

بيان زياتوي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پرضد د لټون عمليات پيل کړي او تر دې دمه يې درې وسله وال نيولي دي.

بل خوا د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ناقانونه ګرځول شوې ډلې "بلوچستان لبرېشن فرنټ" په يو خپور کړي بيان کې د دې بريد مسؤلیت منلی او د ۱۷ امنيتي سرتېرو د وژلو ادعا يې کړې ده.