د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو په نښتو کې ۱ ملکي وژل شوی

د تاجکستان-قرغزستان پولې ته نږدې سیمه

د قرغزستان او تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا په لانجمن سرحد کې په تازه نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د تاجکستان امنیتي چارواکو پرون ازادۍ راډیو ته وویل، د دې هېواد یو ملکي وګړی په دې نښتو کې وژل شوی او د سرحدي ساتونکو او ملکیانو په ګډون ۱۷ نور تپیان شوي دي.

دواړو لوریو د سرحدي سیمې د یوه سړک د بندولو او د نښتو د پیل پړه پر یوبل اچولې ده.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د سیمې د یوه روغتیايي چارواکي په حواله وویل چې د دې هېواد ۴ سرتېري په چرو له لګېدو وروسته روغتون ته بیول شوي او د بېړنیو چارو وزارت وویل چې د دې سرحدي سیمې خلک له خپلو مېنو وځي.

د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دې هېواد د اړوندې سرحدي سیمې خلک هم له دې ځایه ایستل شوي دي.

د ډله ییز امنیت د تړون سازمان چې تاجکستان، قرغزستان یې غړي دي، ویلي دي چې د دې سازمان سکرتر جنرال د دواړو هېوادونو له پوځي چارواکو سره د نښتو د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.