کلونه وروسته د نشو اغیز؛ بریالی: له روږدي کېدو وروسته مې حافظه کمزورې شوې

د معتادینو مرکز

طبي ډاکټران وايي چې د نشې تر پرېښودلو وروسته هم نشه د انسان پر عصبي سيسټم، په تېره بیا پر حافظه څو کاله وروسته هم ناوړه اغیز کوي.

د انسان پر عصبي سيسټم د نشو د ناوړه اغېزو په اړه د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر مُحسن حسن وايي چې نشه يي مواد د ټولنې او حقيقتونو تر منځ اړیکه پرې کوي.

ښاغلی حسن وایي:" هر ډول نشه يي مواد، که د دود يا ستنې له لارې استعمال شي، هر ډول نشه يي مواد چې وي د وجود پر بېلابېلو برخو ناوړه اغیزي کوي. پر عصبي سيسټم يې ناوړه اغیز دا دی چې کېدای شي د رواني ناروغيو په لړ کې د (سايکوز) په ناروغۍ بدل شي، يعنی د معتاد اړيکه له حقيقت سره پرې شي. "

طالبان په نشو روږدي کسان راټولوي

شعيب احمد چې یو کال کېږي نشه یې پریښي وايي، هغه وخت چې دی د پوهنتون محصل و،که څه هم په ژوند کې يې ډېرې ستونزې درلودې، خو بيا يې هم د خپل روغ عصبي سيسټم له برکته په امتحانونو کې لوړې نمرې وړلې.

تر يوه کال ډېر وخت کېږي چې شعيب احمد نشه پرې ايښې، خو اوس يې هم پر عصبي سيسټم د نشو ناوړه اثرات پاته دي او حافظه يې ور کمزورې کړې ده.

شعیب وایي:" ښیښه ډېره مضره نشه ده، کله چې څوک د ښیښې نشه وکړي، ۴۸ ساعته خوب نه ورځي، ښیښې مې اعصاب ډېر را خراب کړي دي، پخوا چې به يو چا کار کاوه، په تېره بیا د تحصيل په برخه کې، زما به ډېر ژر په حافظه کې پاته کېدل، خو اوس مې پنځه، لس دقيقې وروسته بېرته هېرېږي. "

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټران وايي، په افغانستان کې د نشه يي موادو د تشخيص مجهز او پرمختللي لابراتوارونه نشته، ځکه نو په نشه يي موادو کې موجود مضر کېمياوي مواد د معتادینو روغتیا ته ډېر زيان رسوي.

بريالی او احمدولي له يوه کال راهيسې نشه پرې ايښې ده، دوی وايي کله چې دوی پخوا نشه کوله د نشه يي موادو ډول او کيفیت ته يې نه کتل، ځکه يې هم د خمار او هم د نشې په حالت کې وضعیت خراب وو.

بریالی وایي:" پخوا مې ښه حافظه درلوده، کله چې معتاد شوم ذهن مې ناڅاپه تغير شو، پخوا مې ډېرې پخوانۍ خبرې په حافظه کې پاته کېدلې، خو اوس چې سهار يو شی وخورم ماښام ته راڅخه هېرېږي. "

احمد ولي زیاتوي:" کله چې معتاد نه وم هر کار مې کاوه، کله چې معتاد شوم لکه ويده چې يم هر کار راڅخه پاته شو، هغه کارونه چې پخوا مې کول، د نشې پر مهال مې په سلو کې دېرش هم نه شوای کولای، ځکه کله چې به خمار کېدم هيڅ شی به نه و. حافظه مې دومره خرابه شوې وه چې په سلو کې يې يوازې شلو کار کاوه. "

د معتادینو د درملنې مرکز

که څه هم معتادین بايد د ۴۵ ورځو لپاره بستري کړل شي، خو ډاکټران کورنیو ته توصيه کوي چې د څو کالو لپاره د خپل معتاد غړي پالنه او څارنه وکړي، ځکه چې د نشې ناوړه اثرات ژر له منځه نه ځي.

د معتادینو د زر بستريز روغتون ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې د نشې تر پرېښودو دوه کاله وروسته هم د نشې ناوړه اثرات د انسان په ذهني سيسټم کې پاته کېږي.

کوشان وایي:" معتادین له روغو خلکو سره توپير لري، توپير يې دا دی چې کله معتاد تر نشې پرېښودلو وروسته وظيفې ته ولاړ شي، هغه ژور خفګان چې د نشې پر مهال يې درلود، پر کار يې هم مستقيم اغېز کوي. که نيم ذهن يې د کار خوا ته وي، نيم ذهن يې نورو خواوو ته متوجې وي، مثلاً کله چې يو څوک په شعبه کې سګرېټ څکوي، ده ته هم خوند ورکوي، که له وظيفې کور ته ځي په لاره کې معتادین ويني، اعتیاد يې بېرته په ذهن کې را ژوندی کېږي. "

د روغتيا نړیوال سازمان څېړنې ښيي چې اعتیاد يوه ذهني ناروغي ده، له همدې امله د نشې تر پرېښودو وروسته هم تر ډېره وخته د انسان په ذهني سيسټم کې د نشې ناوړه اثرات پاته وي.

د دې راپور غږیزه بڼه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د نشو د ناوړه اغیز په اړه راپور