راپور: مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي لېږدولی

ډالر

په یوه نوي راپور کې څرګنده شوې چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر افغانستان د لوېدیځو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو له کبله مرستندویې موسسې افغانستان ته پیسې نه شي انتقالولی.

د راپور له مخې، له دې امله ملیونونه افغانان د بیړنیو مرستو له ترلاسه کولو محروم شوي دي.

په دې راپور کې چې د ناروې د کډوالو شورا خپور کړی، راغلي چې ناممکنه ده هغو ملیونونو کسانو ته مرستې ورسول شي چې اړتیا ورته لري مګر دا چې د امریکا د خزانې وزارت او نورې مرستندویې ټولنې فوري اقدام وکړي او بانکونو ته د پیسو د انتقال اجازه ورکړي.