جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ له لمر سره نږدې

جېمز وېب فضايي ټیلسکوپ چې یوه میاشت وړاندې فضا ته استول شوی و، له ځمکې کابو یو میلیون او ۶ لکه کیلومتره لېرې د لمر په مدار کې خپل وروستي منزل ته ورسېد.

د ناسا د څېړونکو په وینا، دا ټیلسکوپ د خپل کوچني انجن په مرسته په وروستیو پنځو دقیقو کې په هغه ځای کې دېره شو چې د لمر په مدار کې د حرکت لپاره د جاذبې لازم تعادل لري.

دا ټیلسکوپ د امریکا په بالتیمور کې د دې ماموریت د کنټرول د مرکز د انجینرانو له لوري هدایت کېږي.

دوی وايي، دې مرکز ته یو شمېر راډیويي پیغامونه رسېدلي چې له هغو څخه څرګندېږي چې جېمز وېب ټیلسکوپ د لاکرانج ۲ په نوم ځای ته نژدې موقعیت غوره کړی دی.