ازبیکستان: افغانستان ته برېښنا د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلې

ارشیف، د برېښنا یوه ستنه

د ازبیکستان د انرژۍ وزارت وايي چې افغانستان ته له دې هېواده د برېښنا صدور د انرژۍ په سیسټم کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډېدلی دی.

د انرژۍ وزارت د رسنیو د څانګې مشرې ایلمیرا بیک مرادووا تاس خبري اژانس ته وویل، افغانستان ته د برېښنا صدور پرون سې شنبې (د سلواغې ۵مه) وروسته له هغه وځنډېد چې جنرېتورونو کار پرېښوده.

نوموړې زیاته کړه چې ګاونډي افغانستان ته د برېښنا د صادرولو بهیر به د سیسټم له فعالولو وروسته بیا پیل شي.

په عین حال کې د افغانستان د برېښنا شرکت له ترکمنستانه کابل ته د برېښنا د وصلېدو خبر ورکړی.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پرون ماښام پر ټویټر په یوه غږیز پیغام کې په دې اړه خبرې وکړې: "زموږ د تخینکي برخې همکارانو هڅې وکړې چې د ترکمنستان برېښنا له کابل سره وصل کړي. له ښه مرغه اوس موږ توانیدلي یوو چې د یوه وخت لپاره خپلو وطنوالو ته دلته د ترکمنستان برق ورسوو."

پرون د جنوري په ۲۵مه سهار مهال په ازبیکستان، قزاقستان او قرغزستان کې د برېښنا جریان پرې شو او ورسره په کابل کې هم د برېښنا په رسولو کې خنډ راغی.