فرانسه او جرمني: که روسیه پر اوکراین برید وکړي بدې پایلې به ولري

د جرمني او فرانسې ګډ بیرغونه

فرانسې او جرمني روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې پر اوکراین به برید بدې پایلې ولري.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ سره په برلین کې خبري غونډې ته وویل، پاریس او برلین هېڅکله له خبرو سره مخالفت نه دی کړی، خو که روسیه پر اوکراین برید وکړي مسکو ته به ډېره ګرانه تمامه شي.

ښاغلي شولڅ بیا دې خبري غونډې ته وویل، پردې فکر کوي که روسیې برید وکړ څرنګه ځواب ورکړي. د ده په وینا دې برخه کې یې نظر سره ورته دی چې د روسیې نظامي تحرکاتو ته به جدي ځواب ورکړل شي.

تمه ده چې ولسمشر مکرون د جمعې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین په تړاو په ټیلیفون خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امریکا متحد ایالاتونو او یو شمېر اروپایي هېوادونو ویلي و چې د اوکراین له پولو سره روسیې شااوخوا یو لک پوځیان ځای پرځای کړي دي چې دا وېره یې رامنځته کړې ده چې روسیه پر اوکراین حمله کوي.