بایډن له اروپايي چارواکو سره له خبرو وروسته د غربي قدرتونو د یووالي اعلان وکړ

جوبایډن

د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر جو بایډن، له اروپايي چارواکو سره تر ۸۰ دقیقو خبرو وروسته د غربي قدرتونو ترمنځ د بشپړ یووالي اعلان وکړ.

پرونۍ خبرې پر دې متمرکزې وې چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل مخه څنګه نیول کېدای شي.

دا خبرې داسې مهال وشوې چې اندېښنې شته روسیه ښايي ډېر ژر د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام وکړي.

روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه زرګونو سرتېري ځای پر ځای کړي چې غربي چارواکو ویلي مسکو د اوکراین په وړاندې پوځي اقدام ته ځان چمتو کوي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.

نظامي تمرینات

په وروستیو ورځو کې اندېښنې وروسته له هغې اوج ته ورسېدې چې د امریکا د متحدو ایالاتونو دفاع وزارت یا پنټاګون خبر ورکړ چې د ناټو په غړو هېوادونو کې د احتمالي ګمارنې لپاره یې خپلو ۸۵۰۰ پوځیانو ته د تیار سئ امر کړی دی.

ولسمشر بایډن د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، پولنډ، اروپايي شورا، اروپايي کمېسیون او ناټو له مشرانو سره د ویډیو کنفرانس تر بشپړېدو وروسته خبریالانو ته وویل"ما ډېره ښه جلسه درلوده، له ټولو اروپايي رهبرانو سره د رایو اتحاد موجود و."

واشنګټن هڅه کوي چې له اطلس سمندر هاخوا هم د هېوادونو ترمنځ اتحاد وساتي، څو له روسیې سره متفاوتو اړیکو ته په پام سره د بندیزونو داسې بالقوه ځواک ایجاد کړي چې د مسکو د ځینو اقداماتو مخه ونیولی شي.

روسیه چې د اروپايي ټولنې د طبیعي ګازو ۴۰ فیصده برخه تامینوي، ښايي له همدې مسئلې په استفاده د متحدانو ترمنځ ځینو اختلافاتو ته لمن ووهي.

په داسې حال کې د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه له روسیې سره متفاوتې اړیکې لري، کیف د جرمني پر نوي حکومت انتقاد کړی چې اوکراین ته یې د دفاعي وسلو له لېږلو ډډه کړې ده.

د جرمني صدراعظم اولاف شولځ له ولسمشر بایډن سره تر پرونیو خبرو وروسته وویل، که روسیه پر اوکراین حمله وکړي، د لوېدیځ له خوا به له سختو عواقبو سره مخامخه شي.

اولاف شولځ وویل، که روسیه پر اوکراین حمله وکړي د لوېدیځ له خوا به له سختو عواقبو سره مخامخه شي.

ده ویلي، دا اوس په روسیې پورې اړه لري چې د کړکېچ د کمېدو لپاره د لمس وړ اقدامات وکړي.

په همدې حال کې د فرانسې حکومت هم اعلان وکړ چې د روسیې او اوکراین چارواکي به له خپلو فرانسوي او جرمني سیالانو سره سبا چهارشنبه له روان کړکېچه د وتلو پر لارو چارو د بحث لپاره په پاریس کې وګوري.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، د ولسمشر امانویل مکرون یوه همکار ویلي چې ولسمشر مکرون فکر کوي د ډیپلوماسۍ فضا او د روان کړکېچ د کمېدو یوه لار شته.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي پخوانی خبرداری تکرار کړ او ویې ویل چې د اطلاعاتو له مخې دا ډېره ښکاره خبره ده چې روسان دا مهال د کړکېچ د کمولو نیت نه لري.

کربي وایي روسان دا مهال د کړکېچ د کمولو نیت نه لري.

کربي د ۸۵۰۰ امریکايي ځواکونو موضوع ته هم اشاره وکړه، چې په سیمه کې د ناټو د چټک غبرګون د ځواک د فعالېدو د ملاتړ لپاره د تیارسئ امر ورته شوی دی.

لوېدیځو هېوادونو موافقه کړې چې که پر اوکراین د روسیې د یرغل احتمال ډېرېږي، دوی به د ځوابي اقدام لارې چارې سنجوي چې دې اقداماتو کې د بندیزونو یوه مجموعه هم شامله ده.

له دې وړاندې د ناټو غړو هېوادونو ویلي چې ختیځه اروپا کې یې ځواکونه د تیار سی په حال کې دي.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالاتونو په اوکراین کې د خپل سفارت د کارکوونکو د کورنیو غړو ته له کیف د وتلو امر کړی و.

امریکا ویلي و د روسیې د پوځي اقدام د خطر له کبله دې ټول امریکايي اتباع له اوکراینه پر وتلو غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سفارت غیر ضروري کارکوونکي کولای شي په خپله خوښه د حکومت په لګښت له اوکراینه ووځي.

یوه چارواکي ویلي، دا احتیاطي ګامونه دي چې د هغه په خبره له اوکراینه د امریکا د ملاتړ پر تعهد کوم اغېز نه کوي.