په خوست کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' لسګونو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړه

خوست کې د نغدو پیسو وېش

د جنوري په ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لويې کمېشنری UNHCR له خوا په خوست کې پر نږدې درې سوه غریبو کورنیو باندې د ژمنیو توکو د رانیولو په خاطر نغدي مرستې ووېشل شوې.

د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپېرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته ۲۶۵ امریکايي ډالر په نغدي ډول ورکول شول.

د خوست په ولایت مقام کې 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' همکار محمدایوب اندیال د یادو مرستو په باب ازادي راډیو ته وویل، په راتلونکې کې به هم په ورته توګه بې وزلو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړه: "په خوست ولایت کې د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' په مالي ملاتړ ډېرو اړمنو کورنیو ته د ژمنیو توکو په خاطر مرسته ویشل کېږي چې هرې کورنۍ ته به ۲۶۵ ډالر ورکړل شي، د مرستو دا لړۍ به نورو کورنیو ته هم وغځیږي، په دې سره به هغه اړمنې کورنۍ چې په روان ژمي کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي، د دوی ستونزې به تر یو څه سرحده راکمې کړای شي. "

هغو ښځو او نارینه وو چې د 'یو.اېن.اېچ.سي.ار' له خوا يې نغدي مرستې ترلاسه کړې، خوښي څرګندوله او غوښتنه يې کوله چې دوی سره دې ورته نورې مرستې هم وشي.

په دې وروستیو کې د مرستو په وېش کې د شفافیت پر بهیر نیوکې کېږي او ویل کېږي چې مرستې اصلي مستحقینو ته نه رسیږي.

د خوست د اقتصاد رئیس شهزاده پیر وايي، ولایتي اداره شفافیت ته ژمنه ده او د همدې په خاطر يې یو لس کسیزه هیات ګمارلی دی.

همداراز د کاروان خیریه بنسټ له خوا د بهر مېشتو خوستوالو په مالي ملاتړ پر سلو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو بستې ووېشل شوې.

د کاروان د خیریه بنسټ مشر بادشاه ولي کاروان په هره بسته کې د ۶۲۵۰ افغانیو په ارزښت د پوښاک او خوراک توکي په کې دي او له دې مخکې هم یاد بنسټ د سلو نورو کورنیو سره ورته مرسته کړې وه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را وروسته په دغه هېواد کې لوږه، بې کاري او اقتصادي ستونزي ډیرې شوي او نړیوالې ټولنې هم دې ناوړه وضعیت ته په کتو له افغانانو سره بشري مرستې پیل کړي، خو د شویو مرستو اندازه لږه بلل شوې ده.