یونېسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

د کابل اندراګاندي روغتون

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف یوه چارواکي د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړباله.

د دې ادارې د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې د یونېسف پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې له ټولو لورو وغوښتل چې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.

دی وايي: "یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د دې لپاره موږ، یونېسف له خپلو هېوادونو، شریکانو او نورو مرستندویانو غواړو چې افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ له هڅو سره یوځای شي. دوی مرستې ته اړتیا لري. دوې دغې مرستې ته اوس اړتیا لري."

ښاغلي مهات زیاته کړه، ده ولیدل چې د اندارګاندي په روغتون کې روغتیاپالان تر ډېره فشار لاندې وو او میندې خپلو خوارځواکو او پر نورو ناروغیو اخته ماشومانو ته ډېرې اندېښمنې وې.

د ماشومانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سیف دې چلډرن تېره اوونۍ په یوه راپور کې ورته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که له افغانستان سره زیاتې مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.