براون افغانستان سره د مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې

د بریتانیا پخوانی صدراعظم ګورډن براون

د بریتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د یو کمپاین په پیلېدو کې مرسته کړې چې پر اساس یې د بریتانیا حکومت هڅوي چې په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د بسپنې راټولولو یو بېړنۍ نړیوال کنفرانس را وبولي.

د مارنینګ سټار ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي براون خبرداری ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به پنځه میلیونه ماشومان او څلور میلیونه لویان په افغانستان کې د خطرناکې سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ شي او د دې هېواد ۲۳ میلیونه وګړي هم له قحطۍ سره.

په دغه کمپاین کې له خلکو غوښتنه شوې چې د افغانانو د ژوند ژغورلو د اقدام لپاره خپل غږ اوچت کړي.

ښاغلي بروان د نړۍ له ۴۰ هېوادونو چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې شامل و، غوښتي چې د هغو څه باندې څلور میلیارډه ډالرو مرستې د تامین مساله یقیني کړي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې له قحطۍ څخه د میلیونونو افغانانو د ژغورلو لپاره غوښتي دي.

د بریتانیا پخواني صدراعظم ټینګار کړی چې هېوادونو ته اوس په کار ده چې له سولې سره مرسته وکړي.

د تېرکال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي، دا هېواد که له یوې خوا نسبتاً امن شوی خو په میلیونونو وګړي یې له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخامخ دي.